کندهار کې ۱۱ طالبان وژل شوي دي

29 دلو 1399 ساعت 10:40

ملي دفاع وزارت وایي، کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


ملي دفاع وزارت وایي، کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن چهارشنبې د سلواغې ۲۹ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو د هوايي ملاتړ پر مټ د کندهار ارغنداب ولسوالۍ په بابر او بابر مکتب په سیمه کې پر طالبانو عملیات وکړل.

سرچینه زیاتوي، چې به دغه عملیاتو کې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي، څلور تنه ټپیان او یادې سیمې د طالبانو له شتون څخه پاکې شوې دي.

ملي دفاع وزارت وايي، طالبانو له ډېرې مودې راهیسې د بابر مکتب دروازې د زده کوونکو پر مخ تړلې وې، چې اوس خلاصې شوې او د طالبانو یو موټر سایکل او یوه اندازه وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

په خبرپاڼه کې دا هم ویلي، چې افغان ځواکونو په یاده سیمه کې ۱۴ کړۍ ماینونه هم کشف او شنډ کړل.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 136528

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136528/

جمهور
  https://www.jomhornews.com