کونړ کې د داعش دوه اکمالاتي غړي نیول شوي دي

29 دلو 1399 ساعت 11:05

ملي دفاع وزارت وایي، افغان ځواکونو کونړ ولایت کې د داعش ډلې دوه غړي نیولي، چې د ترهګرو کړنو تر څنګ یې دغه ډلې ته اکمالات هم کول.


ملي دفاع وزارت وایي، افغان ځواکونو کونړ ولایت کې د داعش ډلې دوه غړي نیولي، چې د ترهګرو کړنو تر څنګ یې دغه ډلې ته اکمالات هم کول.

د جمهور آژانس د خبرله مخې دفاع وزارت نن چهارشنبې د سلواغې ۲۹ مه خپره کړې یوه خبرپاڼه کې ویلي، د داعش دغه نیول شويو غړیو د ترهګرو کړنو او داعش ته د اکمالاتو تر څنګ اختطاف هم کولو او د سیمې له خلکو یې باج اخیست.

دفاع وزارت دا نه دي ویلي، چې دغه داعشیان د کونړ په کومه سیمه او څه وخت نیول شوي، خو ټینګار یې کړي، چې دوی په ترهګریزو کړنو کې لاس درلود.

خبرپانه وايي، له نیول شویو کسانو یو موټر سایکل، یوه اندازه وسلې او مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 136535

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136535/

جمهور
  https://www.jomhornews.com