۰
مارشال دوستم:

د اسامه بن لادن لمسی او د یلداش لور په افغانستان کې دي

پنجشنبه ۳۰ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۷
د ولسمشر غني پخوانی مرستیال او د جنبش ګوند مشر مارشال عبدالرشید دوستم په تازه څرګندونو کې ویلي، چې طالبانو لا هم د القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې نه دي پرېکړې.
د اسامه بن لادن لمسی او د یلداش لور په افغانستان کې دي
د ولسمشر غني پخوانی مرستیال او د جنبش ګوند مشر مارشال عبدالرشید دوستم په تازه څرګندونو کې ویلي، چې طالبانو لا هم د القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې نه دي پرېکړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دوستم چې پرون چهارشبنې د سلواغې ۲۹ مه د د ازبیکي ژبې دوو نومیالیو شاعرانو امیر علي شېر نوایي او ظهیرالدین بابر په ویاړ جوړه شوې غونډې ته وینا کوله دغه څرګندونې کړې دي.

نوموړي ویلي، چې د اسامه بن‌لادن لمسی نصرالدین، د سراج‌ الدین حقاني زوی سیف ‌الدین حقاني، د فارياب غورماچ ولسوالۍ په بالامرغاب کې د طاهر يولداش مرستيال جمعه‌ بای او په بدخشان کې د طاهر يولداش لور بي ‌بي مکرمه فعاليت کوي.

هغه دا هم و ویل، چې پر دې سربېره طالبانو د تاوتریخوالي د زیاتولو تر څنګ اوس نويو جنګي تجهیزاتو او بې ‌پيلوټه الوتکو ته لاس ‌رسی پيدا کړی او دولتي تاسیسات پرې په نښه کوي.

نوموړي خبرداری ورکړ، چې طالبان د تاوتریخوالي او هدفي وژنو په ډېرولو سره نه شي کولی بیا اسلامي امارت حاکم کړي، نو په وینا یې ښه به دا وي، چې دغه ډله د سولې له رامنځ شوي فرصته سمه ګټه واخلي او د خبرو له لارې ستونزې حل کړي.

مارشال دوستم د خپلو خبرو په بله برخه کې د اسلامي حزب د مشر ګلبدین حکمتیار وروستیو څرګندونو ته هم غبرګون وښود ویې ویل، چې په خپل ټول توان له جمهوري نظام څخه کوم چې د خلکو د ارادې او خوښې په اساس جوړ شوی دی، ملاتړ کوي.

ده د حکمتیار خبرو ته په اشارې زیاته کړه«خلک به نور هغه ته اجازه ورنکړي چې کابل وران کړي او یا هم ارګ کلابند کړي.»

نوموړي ټینګار وکړ چې د هر ډول ستونزې په رامنځته کېدو به له جمهوريته او اوسني نظام د دفاع لپاره له خپلو ۴۰۰۰ سرتېرو سره کابل ته راورسېږي او حکمتیار ته به اجاز ورنه‌ کړي چې د کابل نظم او ارامي له منځه يوسي.

د یادونې وړ ده چې حکمتیار وړمه ورځ په کابل کې د یوې ناستې پر مهال ویلي و چې که حکومت یې خبرې وانه وري ارګ به کلابند کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي