د ولسمشر غني پخوانی مرستیال او د جنبش ګوند مشر مارشال عبدالرشید دوستم په تازه څرګندونو کې ویلي، چې طالبانو لا هم د القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې نه دي پرېکړې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دوستم چې پرون چهارشبنې د سلواغې ۲۹ مه د د ازبیکي ژبې دوو نومیالیو شاعرانو امیر علي شېر نوایي او ظهیرالدین بابر په ویاړ جوړه شوې غونډې ته وینا کوله دغه څرګندونې کړې دي.
نوموړي ویلي، چې د اسامه بنلادن لمسی نصرالدین، د سراج الدین حقاني زوی سیف الدین حقاني، د فارياب غورماچ ولسوالۍ په بالامرغاب کې د طاهر يولداش مرستيال جمعه بای او په بدخشان کې د طاهر يولداش لور بي بي مکرمه فعاليت کوي.
هغه دا هم و ویل، چې پر دې سربېره طالبانو د تاوتریخوالي د زیاتولو تر څنګ اوس نويو جنګي تجهیزاتو او بې پيلوټه الوتکو ته لاس رسی پيدا کړی او دولتي تاسیسات پرې په نښه کوي.
نوموړي خبرداری ورکړ، چې طالبان د تاوتریخوالي او هدفي وژنو په ډېرولو سره نه شي کولی بیا اسلامي امارت حاکم کړي، نو په وینا یې ښه به دا وي، چې دغه ډله د سولې له رامنځ شوي فرصته سمه ګټه واخلي او د خبرو له لارې ستونزې حل کړي.
مارشال دوستم د خپلو خبرو په بله برخه کې د اسلامي حزب د مشر ګلبدین حکمتیار وروستیو څرګندونو ته هم غبرګون وښود ویې ویل، چې په خپل ټول توان له جمهوري نظام څخه کوم چې د خلکو د ارادې او خوښې په اساس جوړ شوی دی، ملاتړ کوي.
ده د حکمتیار خبرو ته په اشارې زیاته کړه«خلک به نور هغه ته اجازه ورنکړي چې کابل وران کړي او یا هم ارګ کلابند کړي.»
نوموړي ټینګار وکړ چې د هر ډول ستونزې په رامنځته کېدو به له جمهوريته او اوسني نظام د دفاع لپاره له خپلو ۴۰۰۰ سرتېرو سره کابل ته راورسېږي او حکمتیار ته به اجاز ورنه کړي چې د کابل نظم او ارامي له منځه يوسي.
د یادونې وړ ده چې حکمتیار وړمه ورځ په کابل کې د یوې ناستې پر مهال ویلي و چې که حکومت یې خبرې وانه وري ارګ به کلابند کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل