افغان کمانډویانو د طالبانو بل زندان مات کړ، ۲۴ تنه یې ترې راخوشي کړي

30 دلو 1399 ساعت 9:39

ملي دفاع وزارت وايي، افغان کمانډو ځواکونو دا ځل په کندوز ولایت کې د طالبانو پر یوه زندان چاپه وهلې او دا زندان یې مات کړی دی.


ملي دفاع وزارت وايي، افغان کمانډو ځواکونو دا ځل په کندوز ولایت کې د طالبانو پر یوه زندان چاپه وهلې او دا زندان یې مات کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن پنشنبې د سلواغې ۳۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، کمانډویانو تېره شپه د کندوز ولایت د آقتاش ولسوالۍ په کابلي قشلاق کلي کې د طالبانو پر زندان چاپه و وهله.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه عملیاتو کې د طالبانو زندان مات او ۲۴ تنه چې ۱۶ تنه یې پوځیان، ۴ کمانډویان، ۲ پولیس، یو د ملي امنیت کارکوونکی او یو ملکي وګړی راخوشي کړل.
 
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې درې شپې وړاندې هم د پوځ ځانګړو ځواکونو د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه زندان چاپه اچولې وه.

هغه مهال دفاع وزارت ویلي، چې له دغه زندان څخه ۴۲ تنه چې ۲۵ یې نظامیان او ۱۷ یې ملکي وګړي و، د طالبانو له منګولو راخلاص کړل شوي وو.

تر دې وړاندې بیا په لوګر، کندهار او هلمند ولایتونو کې هم د طالبانو څلور زندانانو مات او لسګونه ملکي او نظامي کسان ترې راخوشي شوي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل


 


د مطلب کود: 136566

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136566/

جمهور
  https://www.jomhornews.com