له موټر چلوونکو د باج اخیستلو په تور ۱۸۶ پولیس نیول شوي

30 دلو 1399 ساعت 10:07

کورنیو چارو وزارت وايي، د لویو لارو پر سر له موټر چلوونکو د باج اخیستو په تور یې ۱۸۶ پولیس نیولي دي.


کورنیو چارو وزارت وايي، د لویو لارو پر سر له موټر چلوونکو د باج اخیستو په تور یې ۱۸۶ پولیس نیولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت وايي، یاد پولیس یې د خلکو د شکایتونو په اساس نیولي، چې له دندې ګوښه او د پېژنتون فعال احتیاط ته ورپېژندل شوي دي.

کورنیو چارو وزارت ټینګار کړي، چې پر لویو لارو د باج اخیستنې په برخه کې یې تر دې دمه اصلاحي اقدامات ترسره کړي دي.

سرچینه وایي، د همدې اصلاحاتو په لړ کې پرون د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي د ولایتونو له امنیه قوماندانانو سره خبرې وکړې.

ښاغلي اندرابي قوماندانو ته لارښوونه کړې، چې د لویو لارو په مسیر کې د اصلاحاتو د لا تقویې په پار له ترانسپورتي شرکتونو او ملي سوداګرو سره د همغږۍ ګډې غوندې ترسره کړي.

خبرپاڼه لیکي، په همدې حال کې؛ د کندهار، زابل، فاریاب، بادغیس، سمنګان، بغلان، كاپيسا، خوست، غزني او بامیان ولایتونو امنیه قوماندانانو نن د ترانسپورتي ټولنو له چارواکو او ملي سوداګرو سره وکتل او د لویو لارو پر مسیر یې د باج اخیستنې په تړاو د دوی ستونزې او اندېښنې واورېدې.

کورنیو چارو وزارت دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چېله تېرو دریو اوونیو راهیسې د کابل – کندهار پر لویه لار د بار وړونکو موټر چلوونکو کاري اعتصاب کړی دی.

دغه موټر چلوونکي وايي، پر لویو لار هم طالبان ترې پیسې اخلي او هم د حکومت د مالیې تر څنګ د لویې لارې امنیتي ساتونکي په ځانګړي ډول پولیس ترې باج اخلي.

موټر چلوونکو د کابل – کندهار لویه لار د ترافیکو پر مخ تړلې وايي، تر هغې به یې پرلټ دوام وکړي تر چې حکومت یې ستونزه نه وي حل کړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 136569

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136569/

جمهور
  https://www.jomhornews.com