د امریکا دفاع وزیر:طالبان د تاوتریخوالی کم کړي، په بېړه نه وځو

2 حوت 1399 ساعت 8:20

د امریکا دفاع وزیر لوید آستن پر طالبانو غږ کړی چې تاوتریخوالی کم کړي او وايي امریکا به له افغانستانه د ځواکونو په ایستلو کې بېړه ونه کړي.


د امریکا دفاع وزیر لوید آستن پر طالبانو غږ کړی چې تاوتریخوالی کم کړي او وايي امریکا به له افغانستانه د ځواکونو په ایستلو کې بېړه ونه کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې آستن د ناټو غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو په وروستۍ غونده کې ویلي، چې امریکا له دیپلوماتیکي لارې د جګړې پای ته رسېدو ته ژمنه ده.

خو په وینا یې ځواکونه به په بېړه له افغانستان څخه ونه باسي او دا پروسه به په شرایطو پورې تړلې وي.

د هغه د خبرو نه له مخې د شرایطو برابرېدل به دا وي، چې طالبان تاوتریخوالی کم کړي او له القاعده او ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي.

نوموړي ویلي، چې امریکا به له طالبانو سره د دوحې کړې هوکړه اروزي، چې آیا ټولو لورو د توافق شرایطو ته غاړه ايښې ده که نه.

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر ناټو ته ډاډ ورکړی چې متحده ایالات د دغه پروسې په جریان کې له خپلو شریکانو سره مشورې ته ژمن دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ناټو د تېرې چهارشنبې او پنشنبې ورځو په غونډو کې لا هم په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د برخلیک په اړه کومه پرېکړه نه ده کړې.

د ناټو سرمشني ینس سټولټنبرګ دغه غوندې ته ویلي، چې د دې تړون د دفاع وزیرانو غونډې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د شتون او یا ایستلو په هکله تر اوسه تصمیم ندی نیولی.

د امریکا دفاع وزیر او د ناټو سرمنشي دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې طالبانو له وړاندې خبرداری ورکړی، چې که بهرني ځواکونه د دوحې د هوکړې سره سم له افغانستان څخه ونوځي، دوی بیا پرې بریدونه پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 136594

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136594/

جمهور
  https://www.jomhornews.com