د کابل سهار بیا په چاودنو پیل شو، دوه تنه یې وژلي، دوه ټپیان دي

2 حوت 1399 ساعت 8:40

کابو د هرې ورځې په څېر د کابل سهار نن بیا په دوه چاودنو پیل شو، چې په کې څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


کابو د هرې ورځې په څېر د کابل سهار نن بیا په دوه چاودنو پیل شو، چې په کې څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنې دواړه نن شنبې د کب ۲ مه د ښار په څلورمې او شپږمې امنیتي حوزو اړوند سیمو کې د چسپکي ماینونو له امله رامنځ ته شوې دي.

لومړی چاودنه د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د دارالامان سیمه کې پر یوه کورلا موټر شوې، چې د کابل د امنیه قوماندانۍ د ویاند فردوس فرامرز په وینا دوه کسان په کې ټپیان شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي.
 
دویمه چاودنه تر لومړۍ هغې څو دقیقې وروسته د څلورمې ناحیې اړوند په کارته پروان سره کې په یوه کرولا موټر شوې، چې دوه تنه په کې وژل شوي دي.

تر اوسه د کابل پولیسو په دې اړه څه نه دي ویلي، چې په دغه چاودنو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او که نظامي کسانو ته، خو وايي پلټنې روانې دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د کابل پوهنتون یو استاد مبشر مسلمیار هم له خپل یو شاګرد سره د چسپکي ماین په چاودنه کې ووژل شول.

باید و ویل شي، چې کابو هره ورځ په کابل ښار کې چاودنې او هدفي وژنې کېږي خو تر اوسه یې د یوې پېښې مسوولیت هم چا نه دی اخیستی، طالبان په کې لاس لرل ردوي، خو افغان حکومت یې د طالبانو کار بولي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 136597

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136597/

جمهور
  https://www.jomhornews.com