بابري او مسافر بري ترانسپورتي شرکتونو خپل اعتصاب پای ته ورساوه

2 حوت 1399 ساعت 9:22

بابري او مسافر بري ترانسپورتي شرکتونو کې پر لویو لارو د غیر قانوني پیسو اخیستنې له امله په اعتصاب لاس پورې کړی و، دغه اعتصاب یې اوس پای ته رسولی دی.


بابري او مسافر بري ترانسپورتي شرکتونو کې پر لویو لارو د غیر قانوني پیسو اخیستنې له امله په اعتصاب لاس پورې کړی و، دغه اعتصاب یې اوس پای ته رسولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یادو شرکتونو له تېرو ۲۹ ورځو راهیسې اعتصاب کړی و او ویل یې چې پر لویو لارو ترې ترې پولیس په غیر قانوني ډول پیسې اخلي او ستونزې ورته جوړوي.

د ترانسپورتي شرکتونو د اعتصاب سره نه یوازې دوی ته په میلیونو افغانۍ زیان واوښت، بلکې عام وګړي یې هم له ګڼو ستونزو سره مخ کړل، ځکه د خوراکي او نورو توکو بیې څو چنده لوړې شوې.

د ستونزې د حل په موخه له څو ورځو راهیسې د سوداګرو، موټر چلوونکو او ټولګټو چارو او کورنیو چارو وزارتونو تر منځ خبرې اترې روانې وي، چې باالاخره پرون جمعه د کب اوله شرکتونو خپل کاري اعتصاب پای ته ورساوه.

د کورنیو چارو او ټول ګټو چارو وزارتونو هم تایید کړې، چې بابري او مسافر بري شرکتونو خپل اعتصاب پای ته رسولی او اوس لویې لارې د موادو د لېږد رالېږد پر مخ خلاصې دي.

په ورته وخت کې د یادو شرکتونو ټولنې هم ویلي، چې دوی اعتصاب پای ته رسولي خو خبرداری یې ورکړي، چې کړې ژمنې ورسره عملي نه شي دوی به بیا په اعتصاب لاس پورې کړي.

دغه شرکتونو او سوداګرو پر موټر چلوونکو غږ کړي، چې که په هر ځای کې له دوی د غیر قانوني پیسو غوښتنه وشوه، نو موټر دې پر همغه ځای ورته ودروي، تر څو معلومه شي، چې اړونده وزارتونه په کړیو ژمنو عمل کړی که نه.

د کورنیو چارو وزیر مسعود انداربي د یادو شرکتونو له استازو سره خبرو کې ویلي ټولو امنیه قوماندانو ته یې دنده سپارلې، چې پر لویو لارو د دغه ستونزې حل ته لومړیتوب ورکړي او هره ورځ یې راپور وزارت ته ورکړي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 136604

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136604/

جمهور
  https://www.jomhornews.com