امریکا:

د طالبانو سره د دوحې هوکړې تر ارزولو وروسته به د افغانستان په اړه پرېکړه وکړو

2 حوت 1399 ساعت 14:05

امریکا یو ځل بیا له طالبانو سره د شوې هوکړې پر ارزولو ټینګار کړی ویلي یې دي، چې د دغه هوکړې تر ازولو روسته به د افغانستان په اړه پرېکړه کوي.


امریکا یو ځل بیا له طالبانو سره د شوې هوکړې پر ارزولو ټینګار کړی ویلي یې دي، چې د دغه هوکړې تر ازولو روسته به د افغانستان په اړه پرېکړه کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په تازه مرکه کې ویلي، د ښې پرېکړې لپاره د امریکا حکومت اړ دی، چې د ټرمپ او طالبانو تر منځ شوې هوکړه و ارزوي.

نوموړي زیاته کړې، چې امریکا ته باید روښانه شي، چې طالبانو په دغه هوکړه کې پرکړیو ژمنو عمل کړی کنه او دا ډله امریکا د خپلو ژمنو له عملي کولو څومره ډاډمنولی شي.

دی وايي، د دوحې هوکړه داسې واضح موارد لري چې باید د سرتېرو د ایستلو تر وخت عملي شوي وای او واشنګتن غواړي پوه شي چې دا موارد څومره عملي شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړي، چې د هوکړې تر ارزولو وروسته امریکا د افغانستان په اړه خپله پرېکړه کوي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د سولې هوکړه ارزوي او غواړي پوه شي چې طالبان څومره پر خپلو ژمنو ولاړ دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 136611

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136611/

جمهور
  https://www.jomhornews.com