روسي او هندي چارواکو پر افغان سوله خبرې کړې دي

3 حوت 1399 ساعت 8:42

روسیې د افغانستان د سولې پروسې په تړاو د سیمې له هېوادونو سره د خبرو په ترڅ کې دا ځل له هندي چارواکو سره خبرې کړې دي.


روسیې د افغانستان د سولې پروسې په تړاو د سیمې له هېوادونو سره د خبرو په ترڅ کې دا ځل له هندي چارواکو سره خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په همدې لړ کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پرون شنبې د کب ۲ مه مسکو کې له هندي چارواکو سره کتلي او د سیمې په روان وضعیت یې ورسره خبرې کړې دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، دوی د افغان سولې په هکله د سیمې له هېوادونو سره په خبرو بوخت دي او هڅه کوي طالبان دې ته تیار کړي چې د جګړې په پای ته رسولو کې هڅې ډېرې کړي.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، د افغان سولې په تړاو د پاکستان او مسکو اړیکې هم ډېرې شوې دي چې باید هند یې په اړه اندېښمن نه وي.

لاوروف وایي، روسیه غواړي سیمه په راتلونکې کې له یوه احتمالي خطر وژغوري له همدې امله یې د سیمې له هېوادونو سره بحثونه پيل کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم اسلام آباد ته سفر درلود او د پاکستان د پوځ له مشر سره یې کتلي دي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر هم د کابلوف او باجوه د لیدنې پخلی کړی ویلي یې دي، چې دواړو د سیمې د وضعیت او په ځانګړي ډول د افغان سولې په اړه خبرې اترې کړې دي.

خو تر دې وړاندې کابلوف په یوه مرکه کې ویلي و، چې د دوحې د سولې پروسه بې مانا ده او د ستونزو د حل لپاره باید افغانستان کې لنډمهالی حکومت رامنځ ته شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 136629

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136629/

جمهور
  https://www.jomhornews.com