ولسمشرغني:

څو زه ژوندی یم څوک به د موقت حکومت مخ رانه ونه ګوري

3 حوت 1399 ساعت 9:08

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د موقت حکومت په اړه به هېڅ فشار ته سر ټیټ نه کړي او څو ژوندی دی، د موقت حکومت اجازه به چا ته ورنه کړي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د موقت حکومت په اړه به هېڅ فشار ته سر ټیټ نه کړي او څو ژوندی دی، د موقت حکومت اجازه به چا ته ورنه کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني دغه څرګندونې پرون شنبې د کب ۲ مه د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو له کورنیو او جګړې د لومړي کرښې له یو شمېر سرتېرو سره په تلېفوني خبرو کې کړې دي.

ښاغلي غني د لنډمهالي حکومت له جوړېدو سره سخت مخالفت ښودلی ویلي یې دي، چې په دې برخه کې به هېڅ ډول فشار ته تسلیم نه شي.

نوموړي سرتېرو او د شهیدانو کورنیو ته په خطاب کې ویلي«باور ولری، تر چې زه ژوندی یم هغوی (طالبان او د موقت حکومت پلویان) به د موقت حکومت مخ رانه ونه ګوري، زه هغه ونه نه یم چې هر باد مې وخوځوي، کله چې د ملت او ستاسو په شان د ژمنو پولیسو اراده راسره ولرم، دا خبرې د عامه ذهنونو د ګډوډلو لپاره دي، زموږ امنیتي ځواکونه ورځ تر بلې انشاالله پیاوړي کېږي.»

ولسمشر غني دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د طالبانو له خوا د دغه خبرې چې ولسمشر غني د استعفا وکړي دوی جګړه دروي، د موقت حکومت ډنډورو هم زور اخیستی دی.

ځینې سیاسیون، په نظام کې د ننه ځینې څېرې او ان د سیمې ځینې هېوادونه د موقت حکومت د جوړېدو هڅه کوي او له ارګ سره یې د مخالفت په اساس د موقت حکومت د طرحې ملاتړ هم کړی دی.

وړمه ورځ د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم په یوه مرکه کې د دوحې د سولې پروسه بې مانا بللې وه او ویلي یې و، چې د افغانستان ستونزه د موقت حکومت په رامنځ ته کېدو سره حل کېدای شي.

خو افغان حکومت د کابلوف دغه څرګندونې رد کړې وې وايي، له جمهوریت پرته د هر ډول لنډمهالي حکومت رامنځ ته کېدل د نظام د پاشل کېدو په مانا دی او دوی به چا ته د دغه ډول حکومت اجازه ورنه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


 


د مطلب کود: 136631

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136631/

جمهور
  https://www.jomhornews.com