د امریکا دفاع وزیر:

د ځواکونو ایستل د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي کمښت سره تړلي دي

3 حوت 1399 ساعت 9:25

د امریکا دفاع وزیر په تازه څرګندونو کې ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي په کمولو پورې اړه لري.


د امریکا دفاع وزیر په تازه څرګندونو کې ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي په کمولو پورې اړه لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې لوېډ آسټین ویلي، چې اوس د تاوتریخوالي کچه خورا لوړه ده او په بین الافغاني خبرو کې هم پرمختګ نه دی شوی.

نوموړي زیاته کړې، چې طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي، په بین الافغاني خبرو کې پرمختګ وشي.

د امریکا دفاع وزیر ټینګار کړی، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي په کمولو پورې اړه لري.

د یادونې ده، چې د امریکا دفاع وزیر د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې هم ویلي و، چې دوی له افغانستانه د ځواکونو په وتلو کې بېړه نه کوي.

لویډ آسټین زیاته کړې وه، چې له افغانستان څخه به د ځواکونو ایستل په بېړه نه، بلکې په منظم ډول او په شرایطو پورې تړاو ولري.

هغه دا هم ویلي و، چې امریکا د افغان جګړې د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماټیکو هڅو ته ژمنه ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 136633

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136633/

جمهور
  https://www.jomhornews.com