د څلورو پاکستانیانو په ګډون ۱۰ طالبان وژل شوي دي

4 حوت 1399 ساعت 9:04

ملي دفاع وزرت په کندهار ولایت کې د ۴ پاکستانیانو په ګډون د ۱۰ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.


ملي دفاع وزرت په کندهار ولایت کې د ۴ پاکستانیانو په ګډون د ۱۰ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن دوشنبې د کب ۴ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان کمانډو ځواکونو د هوايي ملاتړ پر مټ د کندهار ارغستان ولسوالۍ کې چاڼیز عملیات تر سره کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه عملیات په سیمه کې د وسله والو طالبانو د د ماین جوړونې په کارخانو او دیپوګانو تر سره شوي دي.

خبرپاڼه وايي، په دغه عملیاتو کې د څلورو پاکستاني ماین جوړونکو په ګډون ۱۰ تنه وسله وال طالبان په هوايي برید کې وژل شوی دی.

ملي دفاع وزارت زیاتوي، چې پر دې سربېره په هوايي بریدونو کې د طالبانو د ماین جوړولو یوه کارخانه او زېرمه هم له منځه وړې ده.

بل خوا دفاع وزارت د کاپیسا په نجراب ولسوالۍ کې هم د ۶ طالبانو د وژل کېدو او ۹ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

ملي دفاع وزارت وايي، د وژل شویو طالبانو جسدونه د جګړې په میدان پاتې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 136660

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136660/

جمهور
  https://www.jomhornews.com