د ملي امنیت شورا سلاکار د کابل پرونۍ چاودنې ته په غبرګون کې!

د افغانستان دښمنان به په دغه ډول کړنو خپلو شومو موخو ته ونه رسېږي

4 حوت 1399 ساعت 9:32

کابل کې پرونې ماین چاودنې چې په کې دوه ماشومان د خپلې ټپي مور سر ته په چیغو وايي، مورې پورته شته سخت غبرګونونه راپارولي دي.


کابل کې پرونې ماین چاودنې چې په کې دوه ماشومان د خپلې ټپي مور سر ته په چیغو وايي، مورې پورته شته سخت غبرګونونه راپارولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب هم دغه چاودنې ته سخت غبرګون ښودلی او دا یې په کلکه غندلی دی.

نوموړی چې پرون مازیګر د یادې پېښې د ټپیانو د پوښتنې لپاره روغتون ته تللی و دا برید یې غیر انساني او غیر اسلامي عمل وباله.

ښاغلي محب ټینګار کړي، چې د افغانستان د خلکو دښمنان به د داسې غیر انساني کړنو او بريدونو په ترسره کولو” سره هېڅکله هم خپلو موخو ته ونه رسيږي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم دا برید په کلکه غندلی او دا یې بشر ضد او غیر انساني عمل بللی وايي، دا د نه منلو ده، چې میندې د خپلو ماشومانو پر وړاندې په یوه وحشیانه پېښه کې ټپي کېږي.

ښاغلي کرزي په هېواد کې پر ډېرېدونکي تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې وايي، دمګړی په هېواد کې د پردیو د ګټو جګړه روانه ده چې له امله یې هره ورځ بې ګناه خلک قرباني کېږي.

د یادونې ده چې د کابل ښار په برکي څلور لارې کې تېر مازیګر د پولیسو پر یوه رنجر ډوله موټر چاودنه وشوه چې له امله څلور تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

ددې پېښې انځورونو او ویډیوګانو په ټولنیزو رسنیو کې توند غبرګونونه پارولي دي او هغه یې یو غیر انساني او وحشتناک عمل بللی دی.

تر اوسه د دغه پېښې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی خو کورنیو چارو وزارت دا کار د طالبانو بللی دی.

خو طالبانو په دغه پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 136665

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136665/

جمهور
  https://www.jomhornews.com