امریکايي سناتور مک کال:

امریکا باید په افغانستان کې د خپلو ځواکونو حضور ته دوام ورکړي

4 حوت 1399 ساعت 9:41

د امریکا د کانګرس د جمهوريپال ګوند مخکښ سناتور مایکل مک کال وايي، امریکا باید په افغانستان کې د خپلو پوځیانو حضور ته دوام ورکړي.


د امریکا د کانګرس د جمهوريپال ګوند مخکښ سناتور مایکل مک کال وايي، امریکا باید په افغانستان کې د خپلو پوځیانو حضور ته دوام ورکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سناتور مک کال له سي اېن اېن تلوېزیون سره په مرکه کې په ټینګار سره ویلي، ولسمشر بایډن ته په کار ده، چې افغانستان کې د پوځیانو حضور ته دوام ورکړي او پرېنږدي، چې طالبان بیا پر دې هېواد واکمن شي.

د کانګریس غړي وايي، دوی هیله لرله چې طالبان به له القاعده او نورو تروریستي ډلو سره اړیکې وشلوي، تشدد به کم کړي او د افغانستان له حکومت سره به په حقیقي معنا خبرې پیل کړي.

خو په وینا یې دې ډلې دا درې واړه شرطونه پوره کړي نه دي او په دې فکر کې دي چې امریکايي پوځیان و وځي او دوی په زور کابل او نور ښارونه ونیسي.

سناتورانو ټينګار کړي، چې طالبان باید په هیڅ صورت پرې نه ښودل شي چې په زور افغانستان ونیسي او هغه بریاوې له خاورو سره خاورې کړي چې د امریکا او نړیوالې ټولنې د سلګونو ملیارد ډالرو پانګونې او د زرګونو پوځیانو د وینو په بدل کې د افغانستان په برخه شوي دي.

امریکايي سناتوران دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د بایډن په مشرۍ د امریکا نوې اداره وايي، دوی به له طالبانو سره د دوحې تړون له سره و ارزوي.

د امریکا دفاع وزیر لوید آسټن د ناټو دفاع وزیرانو په غونډه کې ټینګار کړي، چې امریکا به په بېړه له افغانستان څخه ځواکونه ونه باسي او په دې برخه کې هره پرېکړه به له ناټو او خپلو شریکانو سره په ګډه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 136666

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136666/

جمهور
  https://www.jomhornews.com