ولسمشرغني:

د بهرنیو سرتېرو پاتې کېدل د سولې بهیر چټکولی شي

4 حوت 1399 ساعت 9:53

ولسمشر محمد اشرف غني د طالبانو د نظامي بریا وېره رد کړې، خو د بهرنیو سرتېرو پاتې کېدل د سولې بهیر چټکولی شي.


ولسمشر محمد اشرف غني د طالبانو د نظامي بریا وېره رد کړې، خو د بهرنیو سرتېرو پاتې کېدل د سولې بهیر چټکولی شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني په تازه مرکه کې ویلي، افغانستان وینتام نه دی، چې حکومت سقوط وکړي.

ښاغلي غني ټینګار کړي، چې د زور له لارې هدف ته رسېدل ناممکن دي او د افغانستان ستونزې ته باید سیاسي حل لاره غوره شي.

ولسمشر زیاته کړې، چې نړیوال باید په لا ډېر انسجام او لا ډېره همکارۍ په افغانستان کې روانه اوږده جګړه ختمه کړي.

دی وايي، افغان حکومت د سولې ملاتړی او رښتینې سولې او ثبات ته د رسېدو لپاره سترو قربانیو ته هم تیار دی، خو په وینا یې د زور له لارې هېڅکه دا ستونزه نه شي حل کېدای.

ښاغلي غني دا هم ویلي، چې د بهرنیو سرتېرو د حضور په اړه د ناټو پرېکړه کولی شي د سولې بهیر چټک کړي.

افغان ولسمشر وايي، د دې اړتیا ده چې ناټو په افغانستان کې د یوه سیاسي جوړجاړي لپاره په خپلو پرېکړو کې دقیقه وي.

ولسمشر ټینګار کړي، چې د سرتېرو د پاتې کېدو پرېکړه کول به د دې سبب شي چې طالبان د سولې بهیر چټک کړي او په دې توګه په افغانستان کې څلوېښت کلنه جګړه ختمه کړل شي.

 نوموړي دا نه دي ویلي چې په افغانستان کې څومره سرتېرو ته اړتیا ده، خو وایي دا کچه باید د جګړې په شدت پورې وتړل شي.

 نوموړي همدا راز ویلي چې نړیوال باید په لا ډېر انسجام او لا ډېره همکارۍ په افغانستان کې روانه اوږده جګړه ختمه کړي او په وینا یې حکومت یې د سولې ملاتړی دی او د رښتینې سولې او ثبات د راتګ لپاره سترو قربانیو ته هم تیار دی.

د یادونې ده، چې ولسمشر وړمه ورځ هم د جګړې د لومړۍ کرښې سرتېرو سره خبرو کې ویلي و، چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی، خو چا ته به د موقت حکومت د جوړېدو او نظام د پاشل کېدو اجازه ورنه کړي.
 
ښاغلي غني ویلي و، چې د ده په ژوند کې به هغوی (د موقت حکومت پلویان او طالبان) د مؤقت حکومت ارمان ته ونه رسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 136667

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136667/

جمهور
  https://www.jomhornews.com