کندهار والي نویو ټاکل شویو ولسوالانو ته!

په عینو مېنه کې ولسوال نه منم ټول به خپلو دندو ته ځۍ که نه وي څوکۍ پرېږدۍ

5 حوت 1399 ساعت 8:38

په داسې حال کې چې د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې د کندهار ولایت د ۱۷ ولسوالیو لپاره نوي ولسوالان ټاکلي کندهار والي وايي، په عینو مېنه کې ولسوال نه مني، بلکې ټول به خپلو دندو ته ځي.


په داسې حال کې چې د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې د کندهار ولایت د ۱۷ ولسوالیو لپاره نوي ولسوالان ټاکلي کندهار والي وايي، په عینو مېنه کې ولسوال نه مني، بلکې ټول به خپلو دندو ته ځي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ولسوالان پرون دوشنبې د کب ۴ مه د کندهار والي روح الله خانزاده له خوا د یوې غونډې به ترڅ کې معرفي شول.

والي په دغه مراسمو کې نویو ټاکل شویو ولسوالانو ته لارښوونه وکړه، چې له ټاکل کېدو سره سم خپلو ولسوالیو ته د دندو لپاره ولاړ شي.

ښاغلي خانزاده و ویل« په عینو مېنه کي ولسوالي نه منم او که کوم کس نه غواړي، چې ولاړ شي څوکۍ دې پریږدي.»

په ورته وخت کې د کندهار نوي ټاکل شوي ولسوالان و ویل، چې د نوي طرازالعمل له مخي ورکړل شوی اجرائیوي واک باید سمبولیک نه بلکي په عمل کې پلی شي.

د یادونې ده، چې د کندهار د ځینو ولسوالیو ولسوالان په تېرو دوه لسیزو کې نه و بدل شوي او ځینې یې د دې پر ځای چې ولسوالۍ ته ولاړ شي د کندهار ښار په عینو مینه کې اوسېدل.

دا ستونزه یوازې په کندهار نه بلکې د افغانستان په نېږدې ۳۴ ولایتونو کې شته، چې هم یې د ځینو ولسوالیو ولسوالان له دوه لسیزو پر همغه دنده پاتې دي او هم ځینې ولسوالان د ولایتونو په مرکزونو کې اوسي او له هغه ځایه کارونه مخ ته وړي.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 


د مطلب کود: 136694

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136694/

جمهور
  https://www.jomhornews.com