له پاکستان څخه د قطر غوښته:

د افغان جګړې په پای ته رسولو کې رښتینې همکاري وکړۍ

5 حوت 1399 ساعت 9:17

د قطري رسنیو د راپورونو پر بنسټ د پاکستان لپاره د قطر ځانګړي استازي مطلق بن المجید له پاکستاني چارواکو سره کتلي دي.


د قطري رسنیو د راپورونو پر بنسټ د پاکستان لپاره د قطر ځانګړي استازي مطلق بن المجید له پاکستاني چارواکو سره کتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دغه لیدنه کې دواړو لورو د نورو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان پر وضعیت او سولې هم خبرې کړې دي.

د پاکستان لپاره د قطر ځانګړي استازي مطلق بن المجید له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د افغانستان د سولې مسئلې او په دغه هېواد کې د جګړو په پای ته رسولو کې همکاري وکړي.

په ورته وخت د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید بیا ویلي، دوی د افغانستان د سولې له پروسې سره همکاري کوي او په دې برخه کې پر خپلو ژمنو ولاړ دي.

پاکستان او قطر داسې مهال پر افغان سوله خبرې کوي، چې بین الافغاني مذاکرات خورا پڅ پر مخ روان دي خو خونړیو جګړو د افغانانو ژوند تریخ کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 136701

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136701/

جمهور
  https://www.jomhornews.com