د مرکزي بغلان ولسوالۍ د روغتون مسوول ډاکتر وژل شوی دی

6 حوت 1399 ساعت 8:21

د راپورونو پر بنسټ د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د روغتون مسوول ډاکتر خلیل الرحمن نرمګوی د ناپېژانده وسله والو له خوا وژل شوی دی.


د راپورونو پر بنسټ د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د روغتون مسوول ډاکتر خلیل الرحمن نرمګوی د ناپېژانده وسله والو له خوا وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون سه شنبې د کب ۵ مه مازیګر مهال رامنځ ته شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د ډاکتر خلیل الرحمن نرمګوی د وژل کېدو پخلی کړی خو وايي، دا کار طالبانو کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، د تحصیلي کړیو د وژنې دوام دا قشر له منځه نه وړي بلکې د ده په خبره زرګونه نور ډاکټران، انجینران، خبریالان او دیني عالمان ژوند او کار ته ولاړ دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر هم د ډاکټر خلیل الرحمن نرمګوی په وژنې خواشیني ښودلې.

نوموړې په خپل ټوېټر لیکلي، د هدفي وژنو په لړ کې چې ټول افغانستان کې زیاتې شوي ګڼ ملکیان، فعالان او په کارپوه خلک له منځه وړل کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 136728

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136728/

جمهور
  https://www.jomhornews.com