ولسمشرغني د ازبکستان له بهرنیو چارو وزیر سره لیدلي دي

6 حوت 1399 ساعت 8:23

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ازبکستان له بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف سره په ګلخانې ماڼې کې کتلي دي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ازبکستان له بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف سره په ګلخانې ماڼې کې کتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ارګ وايي، په دغه کتنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پر پراختیا، سیمه ییزه همکاریو او افغان سولې پروسه باندې خبرې کړې دي.

ښاغلي کاملوف د سیمه ییز اتصال او ګډو فرصتونو او ستونزو تر عنوان لاندې کنفرانس کې ولسمشر غني ته د ګډون بلنلیک وړاندې کړ.

ټاکل شوې د سیمه ییز اتصال او ګډو فرصتونو او ستونزو تر عنوان لاندې کنفرانس په جولای میاشت کې په تاشکند کې جوړ شي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، په دغه کنفرانس کې به د ولسمشر غني او ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایف سربېره د هند او پاکستان لومړي وزیران، امریکا، روسیې او اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران او استازي هم ګډون وکړي.
 
خبرپاڼه وايي، په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او اوزبيکستان ترمنځ په اقتصادي او فرهنګي برخو کې د تفاهم لیکونو د تطبیق څرنګوالي په اړه چې دوه کاله وړاندې لاسلیک شوي، هم خبرې وکړې.

په پای کې د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کموالي او د پایداره او باعزته سولې پر ټینګښت  ټینګار وکړ.

د یادونې ده، چې ښاغلي کاملوف پرون د افغانستان د ملي امنیت شورا له سلاکار ډاکتر حمدالله سره هم کتلي او پر یو لړ دوه اړخیزه مسایلو او افغان سوله یې ورسره خبرې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 136730

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136730/

جمهور
  https://www.jomhornews.com