وردګو کې د موټر بم برید مخه نیول شوې ده

6 حوت 1399 ساعت 8:31

ملي دفاع وزارت وايي، وردګ ولایت کې د وسله والو طالبانو د یوه موټر بم برید مخه نیول شوې ده.


ملي دفاع وزارت وايي، وردګ ولایت کې د وسله والو طالبانو د یوه موټر بم برید مخه نیول شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، طالبانو غوښتل دغه موټر بم برید د یادو ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر یوه مرکز وکړي.

سرچینه زیاتوي، چې افغان ځواکونو دغه موټر بم هدف ته تر رسېدو وړاندې په نښه او له منځه وړی، چې ورسره د یوې خونړۍ چاودنې مخه ونیول شوه.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم ملي دفاع وزارت په کندرهار ولایت کې د درې موټر بم بریدونو د لمنځه وړو خبر ورکړی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 136733

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136733/

جمهور
  https://www.jomhornews.com