د کندهار ارغستان کې سخته جګړه ده، ځینې سرچینې وايي سقوط یې کړی

6 حوت 1399 ساعت 10:49

امنیتي سرچینې وايي، وسله والو طالبانو د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ ډلیز بریدونه کړي او لا هم جګړه روانه ده.


امنیتي سرچینې وايي، وسله والو طالبانو د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ ډلیز بریدونه کړي او لا هم جګړه روانه ده.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې طالبانو پرون پر دغه ولسوالۍ برید کړی، چې ځینې امنیتي سرچینې وايي، د ولسوالۍ مرکز سقوط کړی دی.

د کندهار د پولیسو ویاند جمال بارکزی په ارغستان ولسوالۍ کې د جګړې پخلی کوي، خو وايي، سیمې ته تازه دمه ځواکونه رسېدلي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې ځانګړي ځواکونه پرون ناوخت دغه ولسوالۍ ته رسېدلي او په دولتي تاسیساتو کې ځای پر ځای شوي دي.

خو یوه امنیتی مقام د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، د وسله والو په برید کې د ولسوالۍ ودانۍ سقوط شوې او شپږ پوليس وژل شوي دي.

دغه سرچینې دا هم ویلي، چې دا مهال سیمې ته کمانډو ځواکونه او چورلکې رسېدلې او پر وسله والو طالبانو یې بریدونه پیل کړي دي.
 
 په ورته وخت د کندهار په ارغنداب، ژړۍ، پنجوايي، میوند او خاکریز ولسوالیو کې هم د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د جګړو راپورونه رسېدلي.

دفاع وزارت وایي، په دغه ولسوالیو کې ۴۲ طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 136744

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136744/

جمهور
  https://www.jomhornews.com