غزني کې طالبانو ۱۶ برمته کړي ملکي وګړي خوشي کړي دي

6 حوت 1399 ساعت 11:24

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې غزني ولایت کې د وسله والو طالبانو له خوا برمته شويو ملکي وګړو څخه ۱۶ تنه خوشي شوي خو ۸ نور لا هم ورسره بندیان دي.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې غزني ولایت کې د وسله والو طالبانو له خوا برمته شويو ملکي وګړو څخه ۱۶ تنه خوشي شوي خو ۸ نور لا هم ورسره بندیان دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا خبره د غزني د ولایتي شورا غړو او ځینې مشرانو تایید کړې دغه ملکي وګړي طالبانو د غزني په قرباغ ولسوالۍ کې برمته کړي و، چې ۱۶ تنه یې ترې خوشي کړي دي.

د غزني د ولایتي شورا غړې فاطمه رحمي وايي، طالبانو یاد کسان چې د قرباغ، جاغوري او مالستان ولسوالیو اوسېدونکي وو پرون سه شنبې د کب ۵ مه مازیګر مهال خوشي کړي دي.

خو یو سیاسي مخور عبدالمالک ادعا کړې، چې لا هم ۸ تنه تښتول شوي کسان د طالبانو په منګول کې دي او لامل یې هم نه دی معلوم چې ولې یې نیولي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 136750

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136750/

جمهور
  https://www.jomhornews.com