یوسف کالا د افغان جګړې ښکېلو خواوو ته!

فرصت مه ضایع کوی له نړیوالو تجربو د جګړې د پای لپاره کار واخلۍ

6 حوت 1399 ساعت 12:04

د اندونیزیا پخواني مرستیال ولسمشر یوسف کالا په افغانستان کې د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کړي، چې نور جګړې ته د پای ټکی کېږي.


د اندونیزیا پخواني مرستیال ولسمشر یوسف کالا په افغانستان کې د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کړي، چې نور جګړې ته د پای ټکی کېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي کالا په یوه مرکه کې ویلي، دواړه لوري باید د سولې رامنځ ته شوی فرصت ضایع نه کړي او له نړیوالو تجربو په ګټنې دې د جګړې د ختمولو لپاره کار واخلي.

دی وايي، په وروستیو میاشتو کې یې کابل او دوحې ته ګڼ سفرونه کړي دي او هڅه یې کړې ده چې دواړه لوري د جګړو ختمولو ته تیار کړي.

نوموړي ټینګار کړي، چې طالبانو او افغان حکومت ته په کار ده چې نرمښت وښيي او په خپل هېواد کې روانه خونړۍ جګړه د مذاکراتو پر مټ ختمه کړي.

هغه دا هم ویلي، چې اندونیزیا به په افغانستان کې د سولې په برخه کې خپلو هڅو ته ادامه ورکوي او له دواړو لورو سره به بیا بیا لیده کاته ولري څو وکړی شي په دې مهمه مسئله کې مثبت رول ولوبوي.

د اندونیزا پخواني مرستیال ولسمشر ټینګار کړي، چې هېواد یې بیا هم کوښښ کوي، له دیني علماوو او دواړو لورو له مشرانو سره پر افغان سوله بیا هم لیده کاته او خبرې اترې ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 136754

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136754/

جمهور
  https://www.jomhornews.com