ولسمشرغني:

سولې ته د رسېدو لپاره په ښه دریځ کې یو، له ملي شورا سره مشوره کوو

6 حوت 1399 ساعت 12:20

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغانستان تر بل هر وخت زیات تل پاتې سولې ته د رسېدو لپاره په ښه دریځ کې دی.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغانستان تر بل هر وخت زیات تل پاتې سولې ته د رسېدو لپاره په ښه دریځ کې دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې پرون سه شنبې د کب ۵ مه ماښام په ارګ کې د ولسي جرګې له مشر او یو شمېر غړو سره په کتنه کې کړې دي.

نوموړي ویلي، چې افغانستان دا مهال سولې ته د رسېدو لپاره په ښه دریځ کې دی او راتلونکې میاشت به د سولې په اړه د ملي شورا سره په دوامداره توګه مشورې کېږي.

ښاغلي غني زیاته کړې«راتلونکو میاشتو کې به په دې برخه کې له ملي شورا سره په دوامدار مشوره کېږي، دا یو فرصت دی، په ځانګړي توګه د ناټو د نه وتلو پرېکړه، دا یو لوی پیغام دی، د هغو خلکو ادعاګانې 'طالبان' چې دوی ته به په ننواتې ورځي، اوس داسې جدي مذاکرات چې یو حل ته ورسېږو زمینه برابرېږي.»

په ورته وخت د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحمانی د سولې خبرو کې د ځنډ پړه پر طالبانو اچولې او ویلي یې دي چې طالبان د خبرو د درېدو اصلي لامل دي.

دی وايي، طالبانو د داسې شرایطو په اېښودلو سره چې نه د افغانستان خلکو ته د منلو دي او نه هم د سولې د راتګ لامل کېږي، د سولې د خبرو میز یې پرېښی او په دې لټه کې دي چې د خپلې ډلې ګټې په خلکو وتپي.

ولسمشر غني او د ولسي جرګې رییس دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې وړمه ورځ یو ځل بیا په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو د مشرانو او غړیو تر منځ ناسته شوې او خبرې پیل شوې دي.

دواړو لورو تایید کړې، چې خبرې به دوام ولري او ټاکل شوي ټیمونه به د اجنډا د موضوعاتو په ترتیب خپلو ناستو ته دوام ورکړي.

باید وویل شي، چې ولسمشر غني پرون له یو شمېر سیاسي مشرانو لکه محمد محقق، محمد کریم خلیلي او محمد یونس قانوني سره هم په جلا جلا ډول کتلي دي.

ارګ وايي، په دغه جلا ناستو کې د سیاسي اجماع، د سولې په برخه کې د وروستیو پرمختګونو او د تاوتریخوالي سملاسي پایته رسولو په اړه خبرې اترې شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 136755

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136755/

جمهور
  https://www.jomhornews.com