امریکا:

بین الافغاني مذاکرات څارو او طالبانو سره شوې هوکړه جدي ارزو

6 حوت 1399 ساعت 14:21

امریکايي چارواکو یو ځل بیا ویلي، چې بین الافغاني مذاکرات په جدي توګه څاري او دغه راز له طالبانو سره د ټرمپ شوې هوکړه هم تر ارزونې لاندې ده.


امریکايي چارواکو یو ځل بیا ویلي، چې بین الافغاني مذاکرات په جدي توګه څاري او دغه راز له طالبانو سره د ټرمپ شوې هوکړه هم تر ارزونې لاندې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ټایمز آف انډیا ورځپاڼې د سپینې ماڼې د ویاندې جن ساکي له قوله ویلي، واشنګټن په پوره احتیاط سره د افغان سولې پروسه څاري.

نوموړې زیاته کړې، امریکا په دې باور ده، چې طالبانو د تېر کال پر کړې هوکړه عمل نه دی کړی او تاوتریخوالي ته یې دوام ورکړی دی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې ویلي، پر همدې اساس له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتلو ته زمینه نه ده برابره شوې.

جان ساکی له جزیاتو پرته زیاته کړې، چې د افغان سولې پروسه روانه ده او دوی یې پایلو ته په تمه دي.

په ورته وخت کې د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون ویاند جان کربي ویلي، دفاع وزیر لویډ اسټین د دوحې هوکړه ارزوي او له خپلو افغان متحدینو سره په مکرر ډول په تماس کې دی.

د هغه په وینا پنټاګون شوې هوکړه په جدي توګه ارزوي او د ارزونې تر پای ته رسېدو وروسته ښایي اړینې پرېکړي ترسره شي.

امریکايي چارواکي دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې وړمه ورځ یو ځل بیا په ټپه ولاړ بین الافغاني مذاکرات پیل شوي او د دواړو مرکچي پلایو مشرانو او یو شمېر غړو ناسته سره کړې ده.

دواړو لورو ویلي، ناسته په ښه فضا کې وه او خبرو ته به دوام ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 136761

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136761/

جمهور
  https://www.jomhornews.com