د ملي امنیت شورا:

داسې شواهد نشته چې طالبانو دې له القاعده شبکې سره اړیکې پرېکړې وي

7 حوت 1399 ساعت 8:55

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، طالبانو د دوحې له تړون څخه سرغړونه کړې او تر اوسه یې له القاعده ډلې سره اړیکې نه دي پرېکړې.


د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، طالبانو د دوحې له تړون څخه سرغړونه کړې او تر اوسه یې له القاعده ډلې سره اړیکې نه دي پرېکړې.

د جمهورآژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ ویلي، طالبانو د دوحې د هوکړې مطابق نه تاوتریخوالی کم کړی او نه یې هم له القاعده شکبې سره اړیکې پرېکړې.

د هغه په وینا طالبانو نه یوازې تاوتریخوالی کم کړی نه دي، بلکې لا یې زیات کړی او د تېرو کلونو په پرتله سږ کال ژمۍ یې هم جګړې ته زور ورکړی دی.

ښاغلي اندړ زیاته کړې«د القاعده غړي اوس هم د طالبانو په لیکو کې حضور لري، تر اوسه هېڅ داسې شواهد او دلیل نشته، چې له بهرنیو تروریستي ډلو څخه د طالبانو د لرې کېدو لېوالتیا ثابته کړي، ځکه طالبان او القاعده داسې ایډیالوژیک مشترکات لري چې د هېوادونو پر جغرافیایي تقسیم -‌بندي هم باور نه لري.»

د ملي امنیت شورا ویاند پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې ځینې امریکايي چارواکو هم ویلي، چې طالبانو تاوتریخوالی ډېر کړی او له القاعده سره یې اړیکې نه دي پرېکړې.

د امریکايي چارواکو په وینا همدا د دې لامل شوي، چې د جو بایډن په مشرۍ د امریکا نوې اداره له طالبانو سره شوې هوکړه له سره و ارزوي.

سیګار هم په تازه راپور کې ویلي، چې د القاعده شبکې غړي د طالبانو په لیکو او د سوق او ادارې په جوړښتونو کې مدغم شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ارزونې او بندیزونو ډلې هم په غزني کې د القاعده شبکې د دوو قوماندانانو حسام‌الدین عبدالروف مشهور په ابو محسن المصري، محمد حنیف مشهور په عبدالله او د هغوی د یو شمیر کسانو وژل کېدو ته په اشارې د فبروري په درېیمه راپور ورکړ چې طالبان او القاعده پیاوړې اړیکې لري.

ملګرو ملتونو په دې راپور کې اټکل کړی چې القاعده شبکه په افغانستان کې د ۲۰۰ څخه تر ۵۰۰ غړي لري.

که څه هم افغان او امریکايي چارواکي وايي، طالبانو له القاعده سره اړیکې نه دي پرېکړې خو طالبانو دغه ادعاوې رد کړې دي.

طالبانو په تازه خپلو جنګلیالیو ته سپارښته کړې، چې په خپلو لیکو کې بهرنیو جنګیالیو ته ځای ورنه کړي.

دوی خبرداری ورکړی، چې که جنګیالي دا سپارښتنه عملي نه کړي، تشکیلات به یې لغوه او وروسته به سزا ورکړل شي.

ته خبرداری ورکړی که دا سپارښتنه عملي نه کړي، تشکیلات به یې لغوه او ورته به سزا ورکړل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 136772

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136772/

جمهور
  https://www.jomhornews.com