روسیه یو ځل بیا د افغانستان په اړه نړیواله ناسته جوړوي

7 حوت 1399 ساعت 9:02

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیرکابلوف مسکو کې د افغانستان په اړه د یوې نړیوالې ناستې د جوړولو خبر ورکړی دی.


د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیرکابلوف مسکو کې د افغانستان په اړه د یوې نړیوالې ناستې د جوړولو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کابلوف په تازه څرګندونو کې ویلي، مسکو به ډېر د افغانستان په اړه نړیواله ناسته جوړه کړي.

کابلوف ډېر جزیات نه دي ورکړي خو وايي، دا ناسته به د روان ۲۰۲۱ کال د فبروۍ د میاشتې تر پای پورې راوبلل شي.

د کابلوف په وینا په دې ناسته کې به د افغان سولې پروسې په ګډون په ډېرو نورو مهمو موضوعاتو باندې هم خبرې اترې او بحثونه وشي.

نوموړي تر دې وړاندې هم ویلي و، چې ده له خپل امریکایي سیال زلمي خلیلزاد سره خبرې کړې دي او هغه ورسره په دې اړه موافقه کړې ده.

هغه زیاته کړې وه، چې روسیه د افغانستان په اړه اندېښمنه ده او دوی به د دغه هېواد په اړه له خپلو شریکانو سره خبرو او مشورو ته دوام ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 136774

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136774/

جمهور
  https://www.jomhornews.com