هرات کې موټر بم برید: لسو پاڅونوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

7 حوت 1399 ساعت 10:35

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هرات ولایت کې موټر بم ځانمرګي برید ۱۰ ولسي پاڅونوالو ته مرګ ژوبله اړولې ده.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هرات ولایت کې موټر بم ځانمرګي برید ۱۰ ولسي پاڅونوالو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې برید نن پنشنبې د کب ۷ مه د هرات ولایت د کهسان ولسوالۍ په قدوس آباد سیمه کې رامنځ ته شوی دی.

د هرات والي سید عبدالوحید قتالي د برید د پخلي تر څنګ ویلي، طالبانو په دغه موټر بم برید کې درې سیمه ییز پاڅونوال ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا له برید وروسته نښته هم رامنځ ته شوې او سیمې ته تازه دمه ځواکونه رسېدلي دي.

د هرات والي زیاته کړې، چې په دې نښته کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو جزیات یې ورنه کړل.

په ورته وخت د هرات د حوزوي روغتون مشر عارف جلالي په دغه برید کې شپږ تنه وژل شوي او څلور تنه تپيان دي، چې ټپیان روغتون ته رارسول شوي او مړي هم په لار دي.

والي وايي برید طالبانو کړی، خو طالبانو تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 

 


د مطلب کود: 136786

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136786/

جمهور
  https://www.jomhornews.com