دفاع وزارت غزني کې د ۳۲ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی

7 حوت 1399 ساعت 10:43

ملي دفاع وزارت وايي، غزني کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۴۲ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


ملي دفاع وزارت وايي، غزني کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۴۲ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن پنشنبې د کب ۷ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو پرون د غزني د اندړو ولسوالۍ په کمکۍ ارزو او لویه ارزو سیمو کې عملیات تر سره کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۳۲ طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه وايي، په عملیاتو کې د طالبانو یو موټر بم، یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 136787

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136787/

جمهور
  https://www.jomhornews.com