ولسمشرغني:

ټول غصب شوي دولتی املاک باید بېرته راوګرځول شي

7 حوت 1399 ساعت 14:44

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، ټول غصب شوي دولتي املا باید د شریعت او قانون په رڼا کې باید بېرته وګرځول شي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، ټول غصب شوي دولتي املا باید د شریعت او قانون په رڼا کې باید بېرته وګرځول شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې نن پنشنبې د کب ۷ مه د دولت د قضایاوو ملي کنفرانس په اختتامیه مراسمو کې کړې دي.

ښاغلي غني غاصبین د راتلونکي نسل غل بللي وايي، پر وړاندې به یې په جدي توګه ودرېږي او هېچا ته به د دولتي املاکو د غصب اجاره ورنه کړي.

د ارګ خبرپاڼه د ښاغلي غني له قوله وايي، غصب تاریخ نه لري او د دولتي املاکو هر غصب چې شوی د دین او د افغانستان د قوانینو پر اساس باید بېرته وګرځول شي.

ولسمشر ویلي«غصب تاریخ نه لري او د دولتي املاکو هر غصب چې شوی د دین او د افغانستان د قوانینو پر اساس باید بېرته وګرځول شي، غاصب د افغانستان د راتلونکي نسل غل دی او زه ورته په هېڅ صورت اجازه نه ورکوم.»

ښاغلي غني زیاته کړه چې دولتي املاک د افغانستان د انکشاف راتلونکی تامینوي او د غصب هره قضیه په جدي ډول څارل کېږي او په واضح او اساسي ډول به بېرته ګرځول کېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر غني د عدلیې وزیر ته لارښوونه وکړه چې ټولې دوسیې باید الکترونیکي شي، ترڅو حکومت او خلک د هرې قضیې له جریان، پرمختګ او پایلو څخه پر وخت خبر شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 136793

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136793/

جمهور
  https://www.jomhornews.com