ولسمشرغني د برېتانیا له لومړي وزیر سره خبرې کړې دي

9 حوت 1399 ساعت 8:20

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د برېتانیا د لومړي وزیر بوریس جانسون سره په یو لړ مسایلو خبرې کړې دي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د برېتانیا د لومړي وزیر بوریس جانسون سره په یو لړ مسایلو خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ارګ وايي، په دغه ټلیفوني مکالمه کې دواړو لوریو د افغانستان او برېتانیا د اړیکو د پراختیا او سولې پروسې په هکله بحث او خبرې وکړې.

سرچینه زیاتوي، د برېتانیا لومړي وزیر د افغانستان سولې پروسې، د سولې روانو هڅو لپاره د سیمه ییزې ډیپلوماسۍ د پیاوړتیا او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د خپل هېواد د دوامداره ملاتړ ډاډ ورکړ.

خبرپانه وايي، دواړو لوریو د تاوتریخوالي پر زیاتوالي اندېښنه وښوده او د سولې پروسې پر راتلونکو ګامونو یې د خبرو تر څنګ په افغانستان کې پر تلپاتې اوربند هم ټینګار وکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 136810

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136810/

جمهور
  https://www.jomhornews.com