دفاع وزارت: بغلان کې د طالبانو د نظامي کمېسیون مرستیال وژل شوی

10 حوت 1399 ساعت 9:12

ملي دفاع وزارت د بغلان ولایت لپاره د طالبانو د نظامي کمېسیون د مرستیال قاري ذاهدالله د وژل کېدو خبر ورکړی دی.


ملي دفاع وزارت د بغلان ولایت لپاره د طالبانو د نظامي کمېسیون د مرستیال قاري ذاهدالله د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن یکشنبې د کب ۱۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو پرون د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ اړوند سیمه کې پر طالبانو هدفي بریدونه کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه بریدونو کې د بغلان لپاره د طالبانو د نظامي کمېسیون مرستیال او د ګمرک مسوول قاري ذاهدالله له دوه نورو طالبانو سره وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

ملي دفاع وزارت وايي، په دغه بریدونو کې د طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 136841

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136841/

جمهور
  https://www.jomhornews.com