امرالله صالح حزب التحریر ته!

فعالیت مو غیر قانوني دي، له نظام ضد تبلیغاتو ډډه وکړۍ

10 حوت 1399 ساعت 9:34

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، افغان حکومت حزب الحتریر په رسمیت نه پېژني او د دغه ګوند فعالت غیر قانوني دی.


د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، افغان حکومت حزب الحتریر په رسمیت نه پېژني او د دغه ګوند فعالت غیر قانوني دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح د نن شنبې د کب ۱۰ مه د شپږنیمو له غونډې وروسته ویلي، یاد حزب د افغانستان له عدلیې وزارت سره ثبت نه دی نو ځکه یې فعالیت غیر قانوني دی.

نومړي ټینګار کړی، تر چې حزب التحریر له عدلې وزارت سره ثبت شوی نه وي د غونډو او تبلیغ اجازه نه لري.

ښاغلي صالح زیاتوي، افغان حکومت حزب التحریر په رسمیت نه پيژني او تر څو چې دغه حقوقي معضله هواري شوې نوي هر ډول فعالیت یې غیر قانوني دی.

هغه ویلي«افغان حکومت حزب التحریر په رسمیت نه پيژني تر څو چې دغه حقوقي معضله هواره شوې نوي، د دغه شبکې هر ډول فعالیت، نوم او معرفي غیر قانوني ده.»

دی وايي، د دغه حزب یو شمېر فعالان له تروریستي ډلو سره نژدې فکر لري، چې په نژدې وختونو کې به د دغه جریان له فعالانو سره د قانوني چلند په اړه بحثونه وشي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح همدارنګه د حزب التحریر پر غړو غږ کړی چې د حکومت ضد تبلغاتو څخه ډډه وکړي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم په افغانستان کې د حزب التحریر د فعالیتونو په اړه اندېښنه ښودلې وه.

باید و ویل شي، حزب تحریر افغانستان کې ښکار فعالیت نه لري خو د دغې ډلې له خوا وخت په وخت د یو لړ مسلو په هکله په دري، پښتو، عربي او انګلیسي ژبو رسنیو ته اعلامیې استول کیږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 136845

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136845/

جمهور
  https://www.jomhornews.com