د ولسمشر لومړی مرستیال:

ملي امنیت هغه ترهګرو ونیو، چې غوښتل یې یو خبریالي و وژني

10 حوت 1399 ساعت 9:46

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، ملي امنیت ځواکونو هغه غلچکي بریدګر نیولي، چې غوښتل یې یو خبریال او مدني فعال ترور کړي.


د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، ملي امنیت ځواکونو هغه غلچکي بریدګر نیولي، چې غوښتل یې یو خبریال او مدني فعال ترور کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې ملي امنیت ځواکونو دغه ترهګر په کابل ښار کې نیولی دی، خو دا چې څه وخت او کله څه یې نه دي ویلي.

ښاغلي صالح زیاته کړې، چې نیول شوی غلکچي ترهګر مرزا جان نومېږي، چې په پاکستان کې یې زده کړې کړې او د نورالله په نوم هستې سره یې کار کولو.

د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، دغه ترهګر غوښتل، چې د کابل ښار په ۱۲ مه ناحیه کې یو خبریال او مدني فعال ترور او ویې وژني، چې د ملي امنیت ځواکونو له خوا ونیول شو.

نوموړي دا نه دي ویلي، چې دغه ترهګر کوم خبریال او مدني فعال غوښتل په نښه کړي، خو پر خبریالانو یې غږ کړي، چې که غواړي په دې اړه معلومات تر لاسه کړي، د ملي امنیت ریاست سره په اړیکه کې شي.

د ولسمشر لومړي مرستیال ټینګار کړي، چې طالبان نه شي کولی د ده په وینا له خپلو جنایتونو انکار وکړي، ځکه د خلکو غږ چوپ کول امکان نه لري.

د یادونې ده، چې ښاغلي صالح تر دې وړاندې هم څو ځلې ویلي و، چې ملي امنیت ځواکونو هغه بریدګر نیولي، چې غوښتل یې خبریالان او مدني فعالان په نښه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 136846

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136846/

جمهور
  https://www.jomhornews.com