د افغان ریل پټلۍ ادارې یو پلاوی به ډېر ژر مسکو ته ولاړ شي

11 حوت 1399 ساعت 8:34

د بهرنیو چارو وزارت وايي، دېر ژر به د افغانستان د ریل پټلۍ ادارې یوه تخنیکي ډله روسیې ته ولاړه شي.


د بهرنیو چارو وزارت وايي، دېر ژر به د افغانستان د ریل پټلۍ ادارې یوه تخنیکي ډله روسیې ته ولاړه شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه پلاوی د تګ موخه به د تجهیزاتو پیرل او د کارکوونکو د روزنې په ګډون د ریل پټلۍ په برخه کې د روسیې د همکارۍ جلبول وي.

د بهرنیو چارو وزارت پرون یکشنبې د کب ۱۰ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا هوکړه د بهرنیو چارو د وزیر محمد حنیف اتمر او روسیې د سوداګرۍ او صنایعو مرستيال وزیر، الکساندر نیکلایویچ موروزوف په لیدنه کې شوې ده.

خبرپاڼه وايي، ښاغلي اتمر او ښاغلي موروزوف د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګري همکاریو په پراختیا خبرې اترې وکړې.

د بهرنیو چارو وزرات زیاتوي، روسیې لوري په دغه ناسته کې په افغانستان کې د ریللارې پراختیا برخه کې هر اړخیزې همکارۍ او پانګونې ته چمتووالی وښوده.

ښاغلي اتمر د مزار –کابل –پېښور –تورغنډۍ –هرات او امام نظر –اقیینه په ګډون د ریل پټلیو پروژو ته په اشارې ویلي، چې د دې پروژو په پلي کیدو سره به روسیه د مرکزي اسیا او افغانستان له لارې سویلي اسیا سره ونښلول شي.

خبرپاڼه زیاتوي، په دې ناسته کې هوکړه وشوه چې د افغانستان د ریل پټلۍ ادارې تخنیکي ډله به ډېر ژر د تجهیزاتو پیرلو او د کارمندانو د روزنې په ګډون د همکارۍ په هکله، روسیې ته سفر وکړي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په یوه رسمي سفر روسیې ته تللی او هلته یې د کوربه هېواد له یو شمېر لوړپوړیو چارواکو سره په بېلابېلو مسایلو خبرې اترې کړې، چې تر ټولو مهم یې پر افغان سوله خبرې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 136869

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136869/

جمهور
  https://www.jomhornews.com