جرمني: که اړتیا شوه نور پوځیان هم افغانستان ته لېږو

11 حوت 1399 ساعت 9:04

جرمني په افغانستان کې تر ۲۰۲۲ پورې د ځواکونو د تمدید تر څنګ ویلي، که اړتیا شوه نور پوځیان به هم افغانستان ته ولېږي.


جرمني په افغانستان کې تر ۲۰۲۲ پورې د ځواکونو د تمدید تر څنګ ویلي، که اړتیا شوه نور پوځیان به هم افغانستان ته ولېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې د جرمني دفاع وزیر انګریت کرامپ کارین باویر دویچه وله ته په مرکه کې کړې ویلي یې دي، که د افغانستان امنیتي وضعیت ناببره خراب شي، ممکن هېواد یې نور پوځیان هم ورولېږي.

نوموړې زیاته کړې«افغانستان کې د جرمني مېشت ځواکونه، چې اوس یې شمېر ۱۳۰۰ ته رسېږي، باید د راتلونکو څو میاشتو لپاره کافي وي خو که د افغانستان امنیتي وضعیت نور ترینګلی شو، ښايي نور پوځیان ولېږي.

د جرمني دفاع وزیرې مېرمن کارین باویر ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د وضعیت له خرابېدو سره به دوی د یوه مخه نوي ماموریت په اړه خبرې وکړي.

د یادونې ده، چې د جرمني دفاع وزیره د تېرې جمعې کب ۸ مه په یوه نااعلان شوي سفر افغانستان ته راغلې وه او افغانستان ته د هغې له سفر وروسته د جرمني پارلمان په افغانستان کې د خپلو سرتېرو موده تر ۲۰۲۲ پورې تمدید کړه.

جرمني په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د تمدید او اړتیا په صورت کې د نورو سرتېرو د لېږلو خبره پر داسې مهال کوي، چې د طالبانو سره د دوحې د هوکړې له مخې ټول بهرني سرتېري باید د روان میلادي کال د مۍ تر پای پورې له افغانستان څخه ووځي.

خو د ناټو دفاع وزیرانو تر غونډې وروسته، امریکا، جرمني او خپله ناټو و ویل، چې له افغانستانه د سرتېرو ایستل به په شرایطو پورې اړه ولري.

دوی ویلي و، شرایط دا دی، چې طالبان جګړه ودروي، له افغان حکومت سره د سولې رښتینې خبرې پیل کړي او د القاعده په ګډون له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرېکړي.

امریکا، ناټو او د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دې وروستیو کې په وار وار ویلي، چې طالبانو تر اوسه په دغه درې واړه ژمنو عمل نه دی کړي.

خو طالبانو دا خبرې په کلکه رد کړې وایي، دوی له القاعده سره اړیکې نه لري او تازه یې خپلو جنګیالیو ته امر کړي، چې په خپلو لیکو کې بهرني جنګیالي پرېنږدي.

طالبان دا خبره پر داسې مهال کوي، چې تازه دفاع وزارت خبر ورکړي، چې کاپیسا کې یې د چاڼیزو عملیاتو پر مهال ۳۰ طالبان وژلي، چې ۱۶ په کې د القاعده فعال غړي او پاکستاني وګړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 136874

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136874/

جمهور
  https://www.jomhornews.com