لوی څارنوال له دندې استعفا کړې، ولسشمر هم منلې ده

12 حوت 1399 ساعت 8:21

د افغانستان لوی څارنوال محمد فرید حمیدي له خپلې دندې استعفا کړې او ولسمشر غني یې هم استعفا منلې ده.


د افغانستان لوی څارنوال محمد فرید حمیدي له خپلې دندې استعفا کړې او ولسمشر غني یې هم استعفا منلې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ارګ مرستیال ویاند دواخان مینه پال تایید کړې، چې ښاغلي حمیدي له دندې لاس په سر شوی او ولسمشر یې هم استعفا منلې ده.

تر اوسه پورې د لوی څارنوال د استعفا لامل نه دی په ګوته شوی.

باید و ویل شي، چې محمد فرید حمیدي له تېرو څلورو کلونو راهیسې د افغانستان د لوی څارنوال دنده مخه ته وړله.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 136904

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136904/

جمهور
  https://www.jomhornews.com