ولسمشرغني: ترکیه دې په افغان سوله کې خپله همکاري ډېره کړي

12 حوت 1399 ساعت 8:38

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له ترکیې غوښتي، چې له خپل نفوذه په ګټنې د افغانستان د سولې په برخه کې خپله همکاري ډېره کړي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني له ترکیې غوښتي، چې له خپل نفوذه په ګټنې د افغانستان د سولې په برخه کې خپله همکاري ډېره کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې د افغانستان او ترکیې د اړیکو سلمې کلیزې په مناسبت خپاره کړي پيغام کې کړې دي.

ښاغلي غني ویلي، ترکیه په سیمه کې د افغانستان ښه ملګری هېواد دی او تل یې په بېلو برخو کې له افغانستان سره همکاري کړې ده.

نوموړي ټینګار کړي، چې اوس د دې وخت دی چې ترکیه له خپل نفوذ په استفادې د افغانستان د سولې په مسئله کې هم رغنده او پیاوړی رول ولوبوي.

په همدې مناسبت د رجب طیب اردوغان په پیغام کې بیا راغلي چې دوی په افغانستان کې د سولې د راتګ ملاتړي دي او د دغه هېواد سوله او ثبات د ټولې سیمې د سولې او ثبات په مانا ده.

د یادونې ده، چې د افغانستان او ترکیې د اړیکو سلمه کلیزه پرون په کابل کې ولمانځل شوه، چې په کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر او د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر چاویش اغلو هم څرګندونې وکړې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر هم له ترکیې وغوښتل، چې د افغانستان د سولې په برخه کې خپل اغېزناک رول ولوبوي او همکاري وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 136909

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136909/

جمهور
  https://www.jomhornews.com