د امریکا دوه پخواني دفاع وزیران:

طالبانو په ژمنو عمل نه دی کړی، امریکايي ځواکونه د افغانستان کې پاتې شي

12 حوت 1399 ساعت 8:54

د امریکا دوه پخوانیو دفاع وزیرانو مارک ایسپر او رابرټ ګېټس ویلي، طالبانو د دوحې په هوکړه کې کړو ژمنو باندې عمل نه دی کړی او امریکايي ځواکونه باید په افغانستان کې پاتې شي.


د امریکا دوه پخوانیو دفاع وزیرانو مارک ایسپر او رابرټ ګېټس ویلي، طالبانو د دوحې په هوکړه کې کړو ژمنو باندې عمل نه دی کړی او امریکايي ځواکونه باید په افغانستان کې پاتې شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې رابرټ ګېټس چې د بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال د دفاع وزیر و زیاته کړې، د دوحې هوکړې ته یې تمه تمه خو داسې ښکاري، چې طالبانو پر دې هوکړه عمل نه دی کړی.

نوموړي زیاته کړې، له همدې امله اړتیا ده، چې امریکايي ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي.

په ورته وخت د ټرامپ د واکمنۍ پر مهال د دفاع وزیر مارک ایسپر هم ویلي، چې دی له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو سره ان همغه مهال مخالف و.

دی وايي، له افغانستان سرتېري باید شرایطو ته په کتو ایستل شوي وای او ده په دې مسئله کې له ټرمپ سره د نظر اختلاف درلود.

مارک ایسپر ویلي، طالبانو ته باید دا پیغام ورسول شي چې که جګړې کمې نه کړي نو امریکایي ځواکونه هم له افغانستان نه وځي.

دغه  دواړو پخوانیو وزیرانو ټینګار کړی چې امریکايي ځواکونه باید افغانستان ته د سولې تر راتګ وروسته خپل هېواد ته ستانه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا یوه پخواني سفیر رونالډ نیومن هم ویلي، چې د دوحې هوکړه د طالبانو په ګټه ده او د بایډن اداره باید د افغان سولې په اړه نوي اقدامات وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې دا مهال د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ فاصله ډېره ده ځکه دواړه لوري خپل شرطونه لري، چې ډېری یې د طالبانو له خوا وړاندې کېږي.

نیومن ویلي، د دې احتمال شته چې امریکایي ځواکونه له افغانستان و نه وځي ځکه له افغانستان د سرتېرو ایستل په شرایطو پورې تړل شوي دي او ژر به په دې اړه پرېکړه وکړل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 136910

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136910/

جمهور
  https://www.jomhornews.com