کابل کې د امریکا سفارت:

خلیلزاد دا ځل د دایمي ثبات او اوربند د ټینګېدو په لټه کې دی

12 حوت 1399 ساعت 12:07

په کابل کې د امریکا سفارت وايي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دا ځل هڅه کوي، چې د جګړې ختمولو او اوربند ته زمینه برابره کړي.


په کابل کې د امریکا سفارت وايي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دا ځل هڅه کوي، چې د جګړې ختمولو او اوربند ته زمینه برابره کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه سفارت نن سه شنبې د کب ۱۲ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، خلیلزاد په کابل کې له ګڼو افغان چارواکو سره کتلي او پر سوله یې ورسره خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، خلیلزاد به تر کابل وروسته دوحې او د سیمې نورو هېوادونو ته هم سفر ولري او هڅه یې دا ده، چې د افغان جګړې د ختمولو لپاره د سیمې هېوادونو ملاتړ تر لاسه کړي.

خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې خلیلزاد دا ځل د دایمي ثبات د راتګ او اوربند په لټه کې دی او هڅه کوي، دواړه لوري د جګړو کمولو ته تیار کړي.

خلیلزاد تېره ورځ کابل ته راغلی و او دلته یې له ولسمشر غني، د ملي مصالحې عالي شورا له رییس او پخواني ولسمشر حامد کرزي او نورو سیاسي شخصیتونو سره کتلي دي.

ټولو اړخونو پر دې ټینګار کړی چې باید ژر تر ژره په افغانستان کې تاوتریخوالی کم شي او بین الافغاني خبرې دې یوې پایلې ته ورسول شي.

د امریکا سفارت دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، ې د امریکا د ولسي جرګې یوه غړي مک کول ویلي، خلیلزاد هڅه کوي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې هوکړه کې تعدیل راولي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 136925

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136925/

جمهور
  https://www.jomhornews.com