صالح هغه آوازې رد کړې، چې ګڼې خلیلزاد د ګډ حکومت هڅه کوي

13 حوت 1399 ساعت 11:35

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هغه آوازې او شایعات رد کړي، چې ګڼې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د یوه ګډ حکومت د رامنځ ته کولو هڅه کوي.


د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هغه آوازې او شایعات رد کړي، چې ګڼې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د یوه ګډ حکومت د رامنځ ته کولو هڅه کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کابل ته د خلیلزاد په راتګ او د افغان حکومت له چارواکو سره بېره د یو شمېر سیاسي مشرانو سره تر لیدنې وروسته داسې ګنګوسې دي، چې نوموړی د یوه ګډ حکومت د رامنځ ته کولو هڅه کوي.

خو د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن چهارشنبې د کب ۱۳ مه د شپږنیمو له غوندې وروسته په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې افغانستان کې د نظام بنسټ اساسي قانون دی او هېڅوک اساسي قانون ته بدلون نه شي ورکولی.

ښاغلي صالح زیاته کړې، چې له خلیلزاد او ورسره پلاوی سره د ولسمشر غني په دوه ځلي لیدونو کې یې ګډون درلود او ورسره یې د سولې پروسې، دوه اړخیزه اړیکو له سولې د طالبانو او پاکستان د تحلیل او دوکې او په دې اړه چې څه ډول د سولې په پروسه کې د افغانستان د خلکو واقعي اراده تمثیل شي خبرې اترې کړې دي.

د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، دښمن کله کله له سولې خبرې کوي، خو تل یې چل او دوکه کړې او د خلکو وژنې ته یې ادامه ورکړې ده.

دی وايي، چې له طالبانو د سولې او تفاهم هېڅ عملي نښه نه وي، نو ځکه پر خلکو غږ کوي، چې د ځایه آوازو او شایعاتو ژرندې ونه ګرځي.

ښاغلي صالح ټینګار کړی، چې د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام بنسټ اساسي قانون دی، چې د خلکو په مستقیمه رایه ټاکل شوی دی.

د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، هېڅوک د اساسي قانون د لغوې او باطلولو صلاحیت نه لري.

صالح دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد لا هم کابل کې دی او له افغان سیاسیونو سره یې خپلو لیدونو ته دوام ورکړی دی.

نوموړي له دولتي چارواکو سربېره له پخواني ولسمشر حامد کرزي، جهادي مشر استاد سیاف، د جمعیت ګوند له مشر صلاح الدین رباني، د همدې ګوند له اجرائیه رییس عطامحمد نور، محمد یونس قانوني او محمد کریم خلیلي سره کتلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 136970

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136970/

جمهور
  https://www.jomhornews.com