اورنګ زیب د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر شو

13 حوت 1399 ساعت 14:51

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون په خپل منځي ټاکنو کې اورنګ زیب د دغه کمېسیون د رییس په توګه وټاکل شو.


د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون په خپل منځي ټاکنو کې اورنګ زیب د دغه کمېسیون د رییس په توګه وټاکل شو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد کمېسیون نن چهارشنبې د کب ۱۳ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې نن یې خپلې منځي ټاکنې وکړې او نوی رییس یې وټاکه.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ټاکنو په ترڅ کې اورنګ زیب د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د رییس په توګه وټاکل شو.

په دغه ټاکنو کې مولانا محمد عبدالله د اورنګ زیب د مرستیال او مسافر قوقندي د منشي په توګه ټاکل شوي دي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې حوا علم نورستاني د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشره وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 136978

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136978/

جمهور
  https://www.jomhornews.com