اروپايي ټولنه:طالبان د اکثریت بریدونو او هدفي وژنو مسوول دي

14 حوت 1399 ساعت 8:43

اروپايي ټولنه وايي، طالبان په مستقیمه او یا هم د اوربند په مخالفت سره د ملکیانو د اکثریت مرګ ژوبلې او هدفي حملو مسؤل دي.


اروپايي ټولنه وايي، طالبان په مستقیمه او یا هم د اوربند په مخالفت سره د ملکیانو د اکثریت مرګ ژوبلې او هدفي حملو مسؤل دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یادې ټولنې دغه څرګندونې پرون چهارشنبې د کب ۱۳ مه په هغه اعلامیه کې کړې، چې ننګرهار کې د انعکاس خصوصي تلوېزیون د درې ښځینه کارکوونکو د وژلو په غبرګون کې یې خپره کړې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي، د رسنیو د درېيو کار کوونکو مرسل واحدي، شهناز روفي او سعدیه سعادت وژنه سخته خواشینوونکې پېښه ده.

اروپايي ټولنې زیاته کړې، په ډسمبر میاشت کې وروسته له هغه چې خبریاله ملاله میوند ووژل شوه، دا حملې ښيي چې د رسنیو کار کوونکي، په ځانګړي توګه ښځې، له څومره زیانمنونکي او خطرناک وضعیت سره مخامخ دي.

که څه هم د وړمې ورځې د برید مسوولیت داعش اخیستی او طالبانو په کې لاس لرل رد کړي، خو اروپايي ټولنې ټینګار کړی، چې طالبان په مستقیمه او یا هم د اوربند په مخالفت سره د ملکیانو د اکثریت مرګ ژوبلې او هدفي حملو مسؤل دي.

د یادونې ده، چې د انعکاس په نوم د خصوصي تلوېزیون د دوبلې برخې درې تنه ښځینه کارکوونکې وړمه ورځ د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار کې په وسله والو بریدونو کې و وژل شوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 136987

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136987/

جمهور
  https://www.jomhornews.com