کابل کې د الکولي مشروباتو یوه شبکه چې لارښود یې بهرنۍ دی نیول شوې

14 حوت 1399 ساعت 9:08

له نشه يي توکو سره د کورنیو چارو وزارت د مبارزې معینیت پلازمېنه کابل کې د الکولي مشروباتو د یوې شبکې، چې په سر کې یې یو بهرنی وګړی دي د نیولو خبر ورکړی دی.


له نشه يي توکو سره د کورنیو چارو وزارت د مبارزې معینیت پلازمېنه کابل کې د الکولي مشروباتو د یوې شبکې، چې په سر کې یې یو بهرنی وګړی دي د نیولو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وزارت نن پنشنبې د کب ۱۴ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه شبکه د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د کابل ښار د لسمې ناحیې اړوند سیمه کې نیولې ده.

خبرپانه وایي، د دغه شبکې مشر یو بهرنی وګړی دی، کابل ښار کې یې الکولي مشروبات په عمده او پرچون ډول په مشتریانو پلورل.

د کورنیو چارو وزارت زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې ۷۳۰ بوتله الکولي مشروبت، ۱۱۶۰ بوتله بیر، ۴۷۲۱ امریکايي ډالر، ۷۵ زره افغانۍ، یو زرې لنډکروزر موټر د دغه کس له دیپوګانو څخه تر لاسه شوي دي.

وزارت وايي، دغه کس به په دې لنډکروز موټر کې ۲۴ ساعته د کابل ښار په مختلېفو برخو کې الکولي مشروبات پلورل.

د کورنیو چارو وزارت د نیول شوي کس هویت نه دی په ډاګه کړی.

جمهورخبري آژانس:کابل

 


د مطلب کود: 136991

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136991/

جمهور
  https://www.jomhornews.com