جلال آباد کې چاودنې یوه ښځینه ډاکتره و وژله

14 حوت 1399 ساعت 9:23

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې ننګرهار ولایت کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځینه ډاکتره وژل شوې ده.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې ننګرهار ولایت کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځینه ډاکتره وژل شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه نن پنشنبې د کب ۱۴ مه سهار ۸:۰۰ بجې د جلال آباد ښار د عربانو ګولايۍ په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، په دغه چاودنه کې د ننګرهار د حوزوي روغتون د نسائي ولادي څانګې ډاکتر صدف وژل شوې ده.

تر اوسه د دغه پښې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ په همدې جلال آباد ښار کې د انعکاس په نوم خصوصي تلوېزیون درې ښځینه کارونکي په وسله والو بریدونو کې و وژل شوې.

د دغه بریدونو مسوولیت داعش واخیست او طالبانو په کې لاس لرل رد کړل.

جمهورخبري آژانس:کابل

 


د مطلب کود: 136992

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136992/

جمهور
  https://www.jomhornews.com