محمد محقق:

طالبانو له افغان سیاسیون د بیعت او یا هم د بې طرفه پاتې کېدو غوښتنه کړې ده

14 حوت 1399 ساعت 12:09

په سیاسي او امنیتي چارو کې د ولسمشر ارشد سلاکار حاجي محمد محقق وايي، طالبانو د ده او استاد سیاب په ګډون د یو شمېر جهادي مشرانو او سیاسیون څخه د بیعت او یا هم بې طرفه پاتې کېدو غوښتنه کړې ده.


په سیاسي او امنیتي چارو کې د ولسمشر ارشد سلاکار حاجي محمد محقق وايي، طالبانو د ده او استاد سیاب په ګډون د یو شمېر جهادي مشرانو او سیاسیون څخه د بیعت او یا هم بې طرفه پاتې کېدو غوښتنه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې محقق چې نن پنشنبې د کب ۱۴ مه د لویې جرګې خیمه کې د عبدالعلي مزاري د ۲۶ تلین په یاد غونده کې وینا کوله و ویل، چې طالبان سولې ته اراده نه لري.

نوموړي زیاته کړه، افغان ولس او حکومت سولې ته ژمن دي او اراده لري، خو مقابل لوری داسې غوښتنې کوي، چې په هېڅ صورت د افغانستان خلکو ته د منلو نه دي.

ښاغلي محقق د سولې پروسې په اړه و ویل«کله چې موږ وایو په هر قیمت سوله کوو، دا په دې مانا نه ده، چې جمهوریت او دیموکراسي موږ ته اهمیت نه لري، دا خو بیا د دې مانا ورکوي، چې موږ ورشو ورته تسلیم شو، نه موږ سوله غواړو، خو تل پاتې، پر ټولنیز عدالت ولاړه او داسې سوله، چې نظام او د تېرو کلونو لاس ته راوڼې مو په کې ساتلې وي.»

دی وايي، د دغه نظام د ټنګښت لپاره د افغانستان خلکو بې درېغه قربانۍ او نړیوالې ټولنې خورا ډېر لګښت ورکړی دی نو په داسې حال کې که د تېرو کلونو لاس ته راوړڼې له منځه وړو دا د عقلانیت کار نه دی.

هغه د کمونستي نظام پاشل کېدو ته په اشارې ټینګار وکړ، چې افغانستان سلګونه چورلکې، زرګونه ټانګونه او نور مهمات لرل خو د نظام په پاشل کېدو سره ټول کباړ شول، نو ځکه بیا د نظام پاشل کېدو تجربه باید تکرار نه شي.

نوموړي په خپلو خبرو کې و ویل، چې د افغانستان خلک په هېواد کې تل پاتې او پر ټولنیز عدالت ولاړه سوله غواړي، په داسې حال کې، چې طالبان دغه ډول سولې ته اراده نه لري او له خلکو د بیعت غوښتنه کوي.

ښاغلي محقق و ویل«طالبانو له ما وغوښتل، چې اهل تشیع د راسره بیعت وکړي، یا دې د حکومت پر ضد وسله واخلي او یا دې هم بې طرفه پاتي شي، دغه ډول غوښتنه یې له استاد سیاف نه هم کړې، له هغه یې یوازې د بیعت غوښتنه کړې، خو زه ورته وایم موږ اهل تشیع له یوه کس چې هغه حضرت علي رض دی بیعت کړی، له بل چا سره بیعت نه کو، که چېرې موږ بیعت کوو دا په دې مانا ده، چې په خپلو ارزښتونو پښې ږدو، دوی غواړي، چې لومړی د حکومت چاره وکړي او وروسته به موږ پسې راشي، خو دا د حل لار نه ده.»

نوموړي کابل ته د زلمي خلیزاد راتګ ته هم اشاره وکړه ویې ویل، چې د خلیلزاد او ورسره پلاوي برنامې هم ګوونګې دي او دا برنامې باید په ښکاره ډول له ولس سره شریکې کړای شي.
 
حاجي محمد محقق ټینګار وکړ، چې د افغانستان ولس پر ټولنیز عدالت ولاړه او داسې تل پاتې سوله غواړي، چې د ټولو حقوقو په کې خوندي وي.

جمهورخبري آژانس: عبدالله امیني
 
 


د مطلب کود: 137006

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137006/

جمهور
  https://www.jomhornews.com