وسله والو په ننګرهار کې د یوې فابریکې ۷ کارګران وژلي دي

14 حوت 1399 ساعت 12:38

سیمه ییز چارواکي وايي، نامعلومه وسله والو کسانو ننګرهار ولایت کې د یوې فابریکې ۷ کارګران په ډزو وژلي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، نامعلومه وسله والو کسانو ننګرهار ولایت کې د یوې فابریکې ۷ کارګران په ډزو وژلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه (د کب ۱۳ مه) د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ په مارغونډۍ سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د سره رود ولسوالۍ ولسوال حاجي معراج تایید کړې، چې دغه ۷ کارګران تېره شبه د وسله والو له خوا وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې وژل شوي کسان هزاره کارګر دي، چې به تومانچه ویشتل شوي دي.

ولسوال په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو د سیمې اوسېدونکي وايي، دغه کسان په یوه کور کې وژل شوي دي.

د ننګرهار د ولایتي روغتون مسوولین هم تاییدوي، چې دوی ته د پېښې له ځای څخه ۷ جسدونه وروړل شوي دي.

تر اوسه دا نه ده معلومه، چې دغه کسان چا او د څه لپاره وژلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن سهار په جلال آباد ښار کې یوه ښځینه ډاکتر هم د ماین په یوه چاودنه کې و وژل شوه.

تر دې دوه ورځې وړاندې بیا د انعکاس تلوېزیون درې ښځینه کارکوونکي په جلال آباد ښار کې په وسله وال برید کې وژل شوې وې.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار


د مطلب کود: 137008

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137008/

جمهور
  https://www.jomhornews.com