امریکا: هڅه کوو افغان جګړه مسوولانه پای ته ورسو

14 حوت 1399 ساعت 13:41

امریکا وايي، هڅه کوي، چې له خپلو متحدینو سره په ګډه افغان جګړه په مسوولانه ډول پای ته ورسوي او نور په کې ښکېل نه شي.


امریکا وايي، هڅه کوي، چې له خپلو متحدینو سره په ګډه افغان جګړه په مسوولانه ډول پای ته ورسوي او نور په کې ښکېل نه شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دا خبره  د امریکا د ملي امنیت سټراټيژۍ په خپاره کړي، لنډ مهالی لارښود کې شوې ده.
دغه لارښود چې په ۲۴ پاڼو کې خپور شوی د افغانستان جګړه ناپایه بولي وايي، امریکا په داسې یوه جګړه کې نه ښکېلېږي چې زرګونه کسان په کې ووژل شول او ټریلیونه ډالر پرې لګښت راغی.
خو دا تګ‌لاره پردې هم ټینګار کوي چې افغانستان باید نور د ترهګرو په خوندي‌ځای بدل نه شي او یا هم د امریکا ګټې وګواښي.
په دې سټراټيژۍ په مسوولانه ډول د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو خبره شوې او زیاتوي، متحده ایالات به له خپلو متحدینو سره ګډ کار کوي.
په دغه لارښود کې راغلي،موږ ډاډ ورکوو چې د متحده ایالاتو وسله‌وال پوځ د دښمن د ځپلو، د خلکو حقونو د ساتنې او د خپلو متحدانو له ګټو د دفاع لپاره چمتو دي، خو پوځي ځواک باید وروستۍ لار وي، نه لومړۍ.»
په ورته وخت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن هم د افغانستان په ګډون په منځني ختیځ کې د امریکا د اوږدو جګړو د پای خبره کړې.
ښاغلي بلېنکن د خپل بهرنۍ تګ‌لارې د وړاندې کولو پرمهال ویلي، له تېر باید زده‌کړه وشي.
نوموړي ویلي«کله چې په نړۍ په ځانګړي ډول په افغانستان او منځني ختیځ کې د خپلې نظامي مداخلې تېرو لسیزو ته وګورو، هغه څه باید په یادو ولرو چې موږ د تل‌پاتې سولې د راتلو لپاره د قوې د کارولو د محدویت څخه زده ‌کړل، باید په یاد ولرو چې د یوې نظامي مداخلې سبا د هغه څه په پرتله چې موږ یې فکر کوو، سخت دی او له ډیپلوماټیکو لارو د یوې حل لارې پیدا کول څومره مهم دي.»
د امریکا متحده ایالات داسې مهال په افغانستان کې د روانې جګړې په پای او په کې د خپلې ښکېلتیا د ختمولو خبره کوي چې ځانګړي استازي یې زلمي خلیل‌زاد هم کابل ته د خپل سفر په پای کې له افغان حکومت او طالبانو غوښتي چې سیاسي روغې جوړې او یو تل‌پاتې اوربند ته د رسېدو لپاره یو لار پیدا کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 137009

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137009/

جمهور
  https://www.jomhornews.com